Quantcast
Channel: متحده عربي امارات –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 4

د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د خبرو په موخه ابوظبۍ ته تلی

$
0
0

د وسلوالو طالبانو او امریکايي استازیو ترمنځ مخامخ خبرې دا ځل د پاکستان په منځګړیتوب په عربي متحدو اماراتو کې تر سره کیږي.

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې به پر امریکایانو او طالبانو سربېره د سعودي عربستان، پاکستان او عربي متحده اماراتو استازي هم ګډون ولري.

طالبانو په دې ناسته کې له حکومتي استازیو سره ناسته رد کړې او وایي، چې امریکایان مو دخبرو بنسټیز اړخ دی.  

د افغانستان حکومت ویلي، چې کابل هم په دغه غونډه کې د ګډون لپاره خپل پلاوی استولی دی.

د اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وایي : د حکومت یو پلاوی  ابوظبۍ ته له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره استول شوی دی. نړیوالو ملګرو او د سیمې هېوادونو ژمنه کړې، چې د حکومتي پلاوي او طالبانو د خبرو لپاره به د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

اجرائیه ریاست زیاتوي، چې د حکومت پراستازیتوب به دا پلاوي د امریکا، پاکستان، متحده اماراتو، سعودي عربستان او طالبانو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.

دوی دا هم څرګندوي، چې د سولې د خبرو لپاره شرط نلري؛ خو ټينګار دا دی، چې د دوی په وینا د ښځو پر حقونو سربېره تر لاسه شوي پرمختګونه به ساتي.

انګیرنې داسې دي، چې وسلوال طالبان به د خلیلزاد په مشرۍ  له امریکايي پلاوي، له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د ایستلو، له تور نوملړه د وسلوالو طالبانو د رهبرانو د لیرې کولو، د بندیانو د خوشې کولو او په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو غوښتنې وکړي.

دا هغه غوښتنې دي، چې ویل کیږي وسلوال طالبان یې له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د شرطونو په توګه وړاندې کړي.

د سولې عالي شورا مرستیال سردار محمد نادر نعیم وایي: یو ستر بدلون راغلی او ښکېل اړخونونه پوهیدلي، چې جګړه ګټونکی نلري؛ ځکه، نو سیاسي هوکړه د حل یوازنۍ لار ده.

زلمي خلیلزاد د یکشنبې پر ورځ د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې هغه د افغان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ څرګند کړی دی.

روسیې ویلي، چې په افغان سوله کې د سیمې د هېوادونو رول ته پام نه کول به ستونزې را ولاړې کړي.  

په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکی بیا وايي: په افغانستان کې د سولې ټينګښت یوه جدي اړتیا ده او د سیمې د هېوادونو لپاره هم ډېره مهمه ده. که د سیمې د هېوادونو رول ته پام ونه شي، په افغانستان کې د سولې ټينګښت به نا ممکن وي.

امریکا ویلي وه، چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرو ته بیړه لري او په دې تمه ده، چې ښايي له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنیت شورا ویاند طارق آرین هم تېره ورځ د سعودي عربستان، متحده اماراتو او امریکا په ګډون له څلور اړخیزې ناستې خبر ورکړی دی.

خبریال: شاهپور فرهمند

The post د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د خبرو په موخه ابوظبۍ ته تلی first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 4